د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر لغمان ته سفر وکړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۵:۱۷

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د یو رسمي سفر په ترڅ کې لغمان ولایت ته ولاړ او هلته یې د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو، معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي، عامه پوهاوي او همغږۍ په موخه د دې ولایت له ملکي او نظامي مسؤولینو، علماء کرامو، خطیب صاحبانو، قومې مخورو او ګذر وکیلانو سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر پر ارزښت وغږېد او ویې وویل: د امر بالمعروف وزارت د خلکو ستونزو اورېدلو او حلولو ته ژمن دی، تاسو کولی شئ خپلې ستونزې او شکایتونه د (۱۹۱) وړیا شمېرې له لاری ثبت کړئ.

ښاغلي الحنفي صاحب ټینګار وکړ چې د امر بالمعروف وزارت په ټولنه کې د ناوړه دودونو له منځه وړلو ته ژمن دی او هیچا ته به اجازه ورنکړل شي ترڅو د ناوړه دودونو پر بنسټ د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي او زیاته یې کړه چې امر بالمعروف وزارت د ښځو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دی، هېڅوک حق نه‌ لري ترڅو ښځې په بدو ورکړي او یا یې د نورو شرعي حقونو څخه سترګې پټې کړي.

شیخ صاحب زیاته کړه، چې ټول مسؤولین او علماء مکلف دي تر څو په ملکي او نظامي ادارو او ټولنه کې د مشرتابه له لوري صادر شوي فرمانونه، حکمونه او لارښوونې پلي کړي او ویې ویل: ټول علماء دنده لري ترڅو د محراب او ممبر له لارې د ټولنې په اصلاح کې برخه واخلي.

ورته مهال ځایي مسؤولینو وویل: امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د اسلامي نظام د ملا د تير حیثیت لري او ټولنې ته روحي او معنوي پیاوړتیا وربخښي.

نوموړو همدارنګه ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري صادر شوو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو او امر بالمعروف او نهې پلي کولو ته ژمن دي او یاده برخه کې به بشپړه هڅه کوي.

یاده دې وي چې ښاغلي وزیر صاحب د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو محتسبینو سره هم وکتل او هغوی ته یې د چارو ښه مخته وړلو او همغږۍ په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۵۰
Background image

به منازعه میان دو خانواده در ولایت سمنگان نقطۀ پایان گذاشته شد

مسئولان ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت سمنگان در جریان رسیدگی به یک منازعه میان دو خانواده در ولسوالی خُلم ولایت سمنگان، بر حرمت دشمنی میان مسلمانان تأکید کرده و. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۵۰
Background image

دستگیری یک جادوگر حرفه‌ای ‌در ولایت ارزگان

منسوبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت ارزگان پس از دریافت شکایات مردمی، یک جادوگر را در ولسوالی گیزاب این ولایت دستگیر کردند.

بر اساس معلومات این ریاست، فرد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۲۹
Background image

تأکید منسوبین امر بالمعروف ولایت دایکندی بر نقش عبادات در جلوگیری از اعتیاد به مواد مخدر

اداره امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت دایکندی در ادامه برنامه‌ های آگاهی‌ دهی درباره پیامد های اعمال خلاف ارزش ‌های دینی و زیان ‌های مواد مخدر، نشست‌ های اصلاحی را در. . .

BACK TO NEWS