خوست کې د امر بالمعروف وزارت د قانون د تنفیذ اونیزه ناسته وشوه 

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۰:۲۲
khwst-_dqanwn_tnfydh.jpg

د خوست ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د دې ولایت د والي مولوي عبدالقیوم روحاني په مشرۍ د امر بالمعروف وزارت د قانون د تطبیق، ټولنیزو ستونزو د حل، اسلامي ارزښتونود پیاوړي کولو او په اړوندو برخو کې د قوانینو د عملي پلي کولو په موخه د امر بالمعروف وزارت د قانون تنفیذ اونیزه ناسته وشوه.
د ناستې ګډون والو د امر بالمعروف د قانون د تطبیق چاره اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د د تطبیق کمېټه باید پخپلو چارو کې له عدل او انصاف څخه کار واخلي  او خپلې کړنې دې  د شریعت د لارښوونو په اساس تر سره کړي ، څو د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا تر څنګ د خلکو ترمنځ د ورورولۍ او همغږۍ فضا نوره هم پیاوړې شي.
د قانون د تطبیق کمېټې د یتیمانو او مظلومانو سره د ناوړه چلند مخنیوي، بدعتونو له منځه وړلو، د ډاکټرانو له لوري د نه لوستل کېدونکو نسخو نه لیکو او پر یو لړ نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په یاد ولایت کې د محتسبینو له لوري ډاکټرانو ته ویل شوي و، چې نور دې  له شفري یا نه لوستل کېدونکو نسخو له لیکلو څخه  ډډه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۷:۱۹
Background image

ننګرهار کې محتسبینو د یوې کم عمره نجلۍ د ناخوښه نکاح مخنیوی وکړ

د ننګر هار ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په نازیانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۲:۵۰
Background image

د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په ننګرهار ولایت کې د محتسبینو لپاره څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په ننګرهار ولایت کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۹
Background image

لغمان کې د امر بالمعروف مسؤلینو له سودا ګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

د لغمان ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي، نرخونو کنټرول او د اسلامي سوداګرۍ رامنځته کولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS