د امربالمعروف وزارت له لوري د تېلو پمپونو اتحادیې له غړو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۶:۷
bnr_4.jpg

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د پلازمېنې کابل ښار  د تېلو پمپونو اتحادیې له مسؤلینو سره په پمپونو کې د مساجدو جوړولو، په وړ قېمت د تېلو پلورلو او په دې برخه کې د وزارت له لوري د شویو سپارښتنو د پلي کولو او یاده برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه د دې وزارت د غونډو په تالار کې ناسته تر سره کړه.

 

 د ناستې ګډون والو ته د امربالمعروف وزارت نظامي مرستیال شیخ سعید احمد شهیدخېل د ښه راغلاست تر څنګ وویل، رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته له هجرت وروسته په هغه ځای کې د مسجد بنسټ کېښود تر څو خلک د الله جل جلاله عبادت وکړي او ورځنۍ کړنې له الهي قوانینو سره سمې تر سره کړي، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د تېلو په پمپونو کې مسجدونه جوړ شي.

شیخ صاحب شهید خېل د دې اتحادیې غړو ته په خبرو کې وویل: د تېلو پمپونو مسؤلین باید د تېلو په لوړه بیه له خرڅولو، د تېلو لېتر کې له کم والي او په دې برخه کې له انحصارولو څخه ډډه وکړي تر څو په سوداګریزه برخه کې الهي قوانین تطبیق او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

دغه راز د ناستې په پای کې د تېلو پمپونو اتحادیې غړو د امربالمعروف وزارت له لوري شوې سپارښتنې پلي کول خپل الهي او هېوادنی مسؤلیت یاد کړ او د داسې ناستو جوړول یې د اسلامي نظام او سوداګرو ترمنځ د همغږۍ غوره لار وبلله او زیاته یې کړه چې د وزارت له لوري شوې سپارښتنې به په پوره توګه پلې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

ډاکتران باید روښانه او د لوست وړ نسخې ولیکي

د خوست ولایت د امر بالمعروف او نهې عن ‌المنکر د قانون د پلي کېدو کمیټې په خپله اونیزه ناسته کې پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به هیڅ ډاکتر ته اجازه نه وي چې رمزي، مبهمې یا نه ‌لوستل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

وروسته له دې به په خپلو کې سره د وروڼو په څېر ژوند تېروي

د فراه ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز کلاته حاجي سرور کلي کې د دوو قومونو تر منځ څو کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړه.

د فراه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۸:۲۶
Background image

د میدان وردګ ولایت محتسبینو یوه مېرمن له کورني تاوتریخوالي وژغورله

د میدان وردګ ولایت محتسبینو د دې ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ټولنې اصلاح او د مېرمنو حقونو خوندیتوب ته په ژمنتیا یوه مېرمن له کورني تاوتريخوالي وژغورله.

د یاد ولایت د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS