د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۲۱
d_drym_awwny_khbrwnh.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس د ټولنیز سمون په موخه کړنې تر سره کړې دي.

د رواني ناروغانو راټولونه:

د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په بامیان او دایکندي ولایتونو کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم د تطبیق او د ټولنې د روغتیا د تأمین په موخه په روانه اونۍ کې، ۲۳۵ تنه هغه کسان چې د رواني اختلالاتو له ناروغۍ ځورېدل راټول او د درملنې لپاره یې د یادو دوو ولایتونو د سره میاشت اړوندو ریاستونو ته وروپېژندل.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۶۷) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې په دې قضیو کې (۲۸) د کورني تاوتریخوالي، (۸) د میراث، (۷) د غیر شرعي نکاح ګانو، (۸) د مهر، (۵) د نفقې نه ورکولو او پاتې (۱۱) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۰) لویې دښمنۍ او (۲۸) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۷) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

دغه راز محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۰۲) اصلاحي ناستې کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۴۹
Background image

په لوګر او پکتیکا ولایتونو کې (۳) مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

 د پکتیکا او لوګر ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري، د مېرمنو د حقونو د ساتنې په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې او د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا، په یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۲۵
Background image

بغلان کې محتسبینو اوږد مهاله دښمني حل او پر دوستۍ بدله کړه

 د بغلان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۲۱
Background image

محتسبینو په غزني او بغلان ولایتونو کې (۴) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په غزني اوبغلان ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۴) مېرمنې، چې د ناوړه. . .

BACK TO NEWS