د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۳۵
dyzayn-_lmry_awwny_jdy.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس کړنې تر سره کړې دي.

د رواني ناروغانو راټولونه:

د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په لغمان او بادغیس ولایتونو کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم د تطبیق او د ټولنې د روغتیا د تأمین په موخه په روانه اونۍ کې،۱۲۵ تنه هغه کسان چې له رواني ناروغۍ ځورېدل راټول او د درملنې لپاره یې د یادو ولایتونو د افغاني سرې میاشتې اړوندو ریاستونو ته ور وپېژندل.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د یاد وزارت محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۷۰) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۲۸) د کورني تاوتریخوالي، (۱۱) د میراث، (۱۰) د غیر شرعي نکاح ګانو، (۶) د مهر، (۹) د نفقې نه ورکولو او پاتې (۶) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

دغه راز محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه(۱۰) لویې دښمنۍ او (۲۰) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

ورته مهال د دې وزارت محتسبینو  په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۱۱) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

او وروستی خبر دا، چې محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۳۸) اصلاحي ناستې کړې دي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۴۲
Background image

د هېواد په شپږ ولایتونو کې (۱۲) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، ننګرهار، زابل،غزني او پکتیکا ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۳۲
Background image

نورستان کې محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

 د نورستان ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د دې ولایت له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، اسلامي ارزښتونو د ساتنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۲۵
Background image

کابل کې د امر بالمعروف مسؤلینو له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

د پلازمېنې کابل د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي، نرخونو کنټرول او د اسلامي سوداګرۍ رامنځته کولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS