د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي او مل پلاوي سره ولیدل

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۹
dydar_wzyr_sahb_ba_sazman_hmkary_hay_aslamy_-21_qrb.jpg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ‌الحدیث الحاج محمد خالد الحنفي د لاښې همغږۍ او همکاریو پراختیا په موخه د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت، د کابل لپاره د یاد سازمان له سفیر ډاکتر سعید علیاش او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د ناستې په پیل د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی سره د یاد وزارت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او د ټولنې د اصلاح په لړ کې د ترسره شویو اصلاحی اقداماتو په اړه مفصل معلومات شریک کړل.

ښاغلي الحنفي صاحب څرګنده کړه: د وزارت بنسټیزه موخه داده، چې د اسلامي اصولو پر بنسټ یوه سالمه او اسلامي ټولنه رامځته شي، چې یاده چاره دعوت، عامه پوهاوي او اصلاحي کړنو ته اړتیا لري.

قدرمن شیخ صاحب د اسلامي همکاریو د سازمان له استازو وغوښتل، څو د دعوت او  عامه پوهاوي په برخو کې له یاد وزارت سره له تخنیکي او معنوي ملاتړ ترڅنګ د ظرفیت لوړونې پروګرامونو او روزنیزو سیمنارونو په برابرولو کې مرسته وکړي.

د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او ډاکتر سعید علیاش د یاد وزارت کړنې او اصلاحی لاسته راوړنې مثبتي وبللې او ډاډ یې ورکړ چې د دواړو لورو همغږي او دوامدار تعامل د متقابل تفاهم، د تجربو د تبادلې او د همکاریو د پیاوړتیا لامل ګرځي.

یاده دې وي، چې په دې کتنه کې د اسلامي ارزښتونو د ترویج او د دعوتي او تعلیمي پروګرامونو په برابرولو په برخه کې هم په متقبلو همکاریو بحث او خبرې اترې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۴۹
Background image

په لوګر او پکتیکا ولایتونو کې (۳) مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

 د پکتیکا او لوګر ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري، د مېرمنو د حقونو د ساتنې په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې او د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا، په یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۲۵
Background image

بغلان کې محتسبینو اوږد مهاله دښمني حل او پر دوستۍ بدله کړه

 د بغلان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۲۱
Background image

محتسبینو په غزني او بغلان ولایتونو کې (۴) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په غزني اوبغلان ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۴) مېرمنې، چې د ناوړه. . .

BACK TO NEWS