فراه کې د محتسبینو په هڅو د یوې کورنۍ غړي له دوولس کلنې نادرکۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شول

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۹:۴۲
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د فراه ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو هغه مېرمن، چې دوولس کاله وړاندې له خپلو څلورو اولادونو سره  د کورني تاوتریخوالي له امله له کور څخه وتلې وه پیدا او بېرته له خپل خاوند او اولادونو سره یو ځای کړه.

په تړاو یې د دې ولایت د امر بالمعروف رئیس مولوي عبدالمجید صمیم وایي : یاده مېرمن چې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې اوسمهال د فراه ولایت روکن کلي کې ژوند کوي، د خاوند د ناوړه چلند له امله له کور څخه وتلې وه چې د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلې کورنۍ او اولادونو سره یوه ځای شوه.

محتسبینو د یادې مېرمنې له خاوند څخه ژمنه اخیستې چې له دې وروسته به له خپلې مېرمنې او اولادونو سره ناوړه چلند نه تر سره کوي او ټولو شرعي حقونو ته به یې رسېدنه کوي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه زرګونه مېرمنې له کورني تاوترخوالي، کورني بند، غیر شرعي نکاح ګانو او ځان وژنې څخه ژغورلې دي او سلګونه مېرمنې یې د میراث له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۹:۴۶
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۱:۳۲
Background image

میدان وردګ کې محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

 د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د دې ولایت له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، اسلامي ارزښتونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۴۳
Background image

هلمند کې د محتسبینو له لوري د یوې مور په ګډون څلور واړه ماشومان د خاوند له ظلم څخه وژغورل شول

د هلمند ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست له لوري د یوې مور په ګډون څلور واړه ماشومان پر نشه یي توکو د روږدي پلار له ظلم څخه ژغورل شوي او نوموړی تر نیول. . .

BACK TO NEWS