دمرکزی ریاستونو دکړنو راپور
دشکایاتو د سمع، تصنیف او طبقه بندی ریاست
1- دثبت کتابو نو جوړول او ترتیبول
۲- د افغانستان له مختلفو ولایتو څخه د (۸۰) شکایاتو ثبت سمع ا تصنیف شوی دی
۳- پورتنیو شکایاتو څخه ( ۲۴ ) د تیلیفون له لاری حل او فصل شوی دی
۴-(۱۸) شکایتونه د طرزالعمل له مخی قابل سماع نه وو یاد ریاست یی مراجعینوته پ اړه لازې لارښونې وکړې
۵- (۳۸) نور شکایتونه د تحلیل او بررسی ریاست به دڅیړنی لپاره استول شوی دی.
6- دسمع او تصنیف ریاست د ډیتابیس مربوط پروگرامونو ترتیب او تهیه
7- دسمع شکایاتو د ریاستونو په خپلمنځی جلسه کی اشتراک او د بعضی مربوط کړنو په اړه تصامیم او مشوری
۸- دسمع و تصنیف ریاست د نویو ګمارل شویو اشخاصو ته لارښوونه او رهنمایی او په اصولو پوهاوی
9- د دفاتر و مشخص کول تنظیم او برابروالی د کارونو دنظم چتکتیا او ښه والی په بابت
10 – دسمع و تصنیف ریاست د مربوط اداری پرسونل ارزیابی او نظارت په دقیق ډول
۱۱- دکابل ولایت ۱۳ امنیتی حوزی له مسوولینو سره یو موضوع په اړه لیدنه او هغوی ته د اصولو ښوونه او رهنمایی
۱۲- ارګ ته د ځینی موضوعاتو د اشتراک په باب تلل
13- د امربالمعروف، نهی عنی المنکر وزارت دهدایت مطابق دغزنی ولایت به سفر او هلته دځینی موضوعاتو حل کول د وزارت له ګډ پلاوی سره
14- د اداره امور له مسوولینوسره لیدنه.
دمختسبینو اصلاح او تربیت ریاست
د محتسبینو اصلاح او تربیت رئیس مولوي محمد یحی عارف د کابل ولایت له اولې حوزې تر اولسمې حوزي پورې محتسبینو ته اصلاحی او تربیتي وینا وکړه او له هغوی څخه یې ازموینه هم واخیسته.
د شکر درې ولسوالۍ د دانشمند د کلي علماؤ، طلباؤ او عام ولس ته یې اصلاحي او تربیتي بیان وکړ، او هم یې د بګرامۍ ولسوالۍ محتسبینو ته اصلاحي او تربیتي وینا وکړه او ورسره یې له هغوی نه هم ازموینه واخیسته.
د کابل ژویڼ، پارک شهر او د ځاځي پارک مالکینو ته یې د فرامینو د توصیو وضاحت وکړ او دا یې هم ورته وویل چې په دغو تفریحي ځایونو کې د نارینه او د ښځینه وختونه باید جلا شي.
مسلم کورس څخه یې څارنه وکړه او د کورسونو فرامین یې هم ورته واو رول.
ملي تلویزیون اود طلوع تلویزیون سره یې مرکه وکړه ( اصلاحي او تربیتي بحث وکړ)
د تفتیش ریاست د کړنو راپور
- د محترم ریاست د فرمان په اساس د وزارت د روغنیاتو او ډیپو د بررسي په هدف د دوه تنو هیئتانو او د مالي او اداري ریاست د نماینده په وسیله وارت ته راپور وړاندې کول.
- د وزارت د لارښوونې په اساس د کابل ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د مالونو او اجناسو د بررسي په موخه د پلاوي ټاکل.
- د ولایتونو ریاستونو ته مکتوبونه لېږل څو په ډیپو ګانو کې شته اجناس او مالونه بررسي او وروستې پایله یې ریاست ته واستوي.
- د ګمارل شوي هیئت يه واسطه د weerdp پروزې د مرکزې څانګو د ډیپوګانو د اجناسو موجودیت.
- غزني ته د ګمارل شوي پلاوي سفر او هلته د شته خڼډونو مخنیوی.
- د ناروي موسیسې د شکایتونو د مخنیوي په موخه په بادغېس کې د پلاوي ګمارل.