د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر د اسلامي همکارۍ سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي، ښاغلي طارق علي بخيت سره ناسته ترسره کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۵:۱۳

په دې ناسته کې په افغانستان کې د اسلامي قوانینو د ټينګښت، اقتصادي پياوړتيا، نشه یې موادو پر وړاندې مبارزې، د اسلامي نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو، د ښځو د اسلامي حقونو او نورو موضوعاتو په تړاو خبرې وشوې.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره اړيکو ته په اشارې وويل، چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي هېوادونو سره په دیني، فرهنګي، سياسي، اقتصادي او تعليمي ډګرونو کې د اړيکو پياوړتيا او د اسلامي مشترکو ګټو د تحقق او ګډو ننګونو ته د حل لارې موندلو په پار رغنده تعامل ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

دغه راز ښاغلي حنفي صاحب د ښځو د حقونو په تړاو وویل: اسلامي امارت د ښځو مشروع حقونو ته ژمن دی او هېڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي. همدا راز یې د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: مونږ په تېرو درېیو کلونو کې د زرګونو مېرمنو میراث آخیستی او ورته مو تسلیم کړی دی او دغه راز مو د ښځو په بدو کې د ورکولو ناوړه دود چې ښځې به په بدو کې ورکول کېدې په بشپړ ډول له منځه وړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي، ښاغلي طارق علي بخيت او د هیئت نورو غړو د اسلامي نړۍ د علماوو هیئت ‏د ښه کوربتوب له کبله د اسلامي امارت او په ځانکړې توګه د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې د اسلامي همکاريو سازمان له اسلامي امارت سره پر مثبت تعامل باور لري او په بېلابېلو برخو کې به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

دغه راز ښاغلي بخیت زیاته کړه، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت هڅې د منکراتو د مخنیوي په برخه کې د ستایلو وړ دي.

نوموړي په افغانستان کې دیني مدارسو ته د اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د امربالمعروف وزارت پاملرنه د ستایلو وړ وبلله.

د هیئت غړو زیاته کړه، چې په راتګ سره یې ټولې هغه اندېښنې له منځه ولاړې چې د ښځو د حقونو په تړاو یې درلودې، چې ګنې اسلامي امارت د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي او همدارنګه د رسنیو له لوري د ښځو د حقونو په تړاو نشرېدونکې ډنډورې یې ناسمې او بې بنسټه وبللې.

په پای کې راغلي هیئت ژمنه وکړه چې نړۍ ته به د اسلامي امارت خصوصا د امربالمعروف وزارت رښتینی انځور وړاندې کوي او ټول هغه منفي تبلیغات به ردوي چې نړۍ یې د اسلامي امارت پر وړاندې لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

شیخ محمد خالد الحنفي صاحب: ولس ته خدمت کول د اسلامي امارت د چارواکو له دیني مسؤولیتونو څخه دی

په کابل کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د اسلامي نظام د ټینګښت په موخه د ملت د یووالي او همغږیتوب تر سرلیک لاندې د دي ولایت په اتمه حوزه امپریال کانټینټل هوټل کې یوه لویه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۵۴
Background image

د امربالمعروف، نهې عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د ښوونې او روزنې ریاست له لوري محتسبینو ته روزنیز سمینار وړاندې شو

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د ښوونې او روزنې ریاست له لوري د دې وزارت د غونډو په تالار کې د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو ته چی تعداد یې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر د اسلامي همکارۍ سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي، ښاغلي طارق علي بخيت سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې په افغانستان کې د اسلامي قوانینو د ټينګښت، اقتصادي پياوړتيا، نشه یې موادو پر وړاندې مبارزې، د اسلامي نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو، د ښځو د اسلامي حقونو او نورو. . .

BACK TO NEWS