قوانین
د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون
د شـــکایتونو اورېدلـو قانــون
د مجاهدینو په صفونو او مرکزونوکي د کشرانو نه استخدام په هکله مشرتابه فرمان
د امربالمعروف، نهې عن المنکراو شکایتونواورېدلو وزارت د شکایتونو قانوني وضاحت
امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت، د عالیقدر زعیم شیخ صاحب حفظه الله تعالی له لوری دوه قانونه توشیح شوي دي چې یو دامربالمعروف نهی عن المنکر او بل د شکایتونو اورېدلو لپاره رسمي او نافذ قانونونه لري. دغه قوانین د وزارت له خوا په دوو جلا رسمي اسنادو کې ترتیب شوي، چې هر یو یې په بېلابېلو فصلونو، مادو او حقوقي موادو وېشل شوې دي. دغه قوانین په ټوله افغانستان کې، له توپیر پرته په ټولو وګړو د تطبیق وړ دي.
د شکایتونو ډولونه،
دشکایتونو قانوني تقسیم درې اساسي برخې لري:
لومړی ډول: د یو ولسي وګړي شکایت د بل ولسي وګړي پر وړاندې.
دویم ډول: د نظامي وګړي شکایت د بل نظامي وګړي یا دولتي ارګان پر وړاندې.
درېیم ډول: د ولسي وګړي شکایت د نظامي چارواکو، ارګانونو یا محاکمو پر وړاندې.
د قانوني لاسوهنې وضاحت:
لومړی ډول شکایتونه چې د عامو خلکو ترمنځ وي، ډېری یې د عدلي او قضايي ارګانونو، لکه: د محاکمو او جنایي څېړنو اړوند. د دا ډول شکایتونو په پروسه کې یاد وزارت قانوناً د لاسوهنې واک نه لري.
دویم ډول شکایتونه چې یو پوځي یې د بل پوځي یا د کوم پوځي ارګان څخه لري، دا ډول شکایتونه د نظامي محاکمو صلاحیت ته راجع دي او په دغو مواردو کې هم وزارت قانوني لاسوهنه نشي کولای.
درېیم ډول شکایتونه چې ډېر مهم بلل کېږي، هغه چې یو عام افغان د نظامي مسؤول، محاکمو یا حکومتي ارګانونو پر وړاندې شکایت لري. دا ډول شکایتونه د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت تر مستقیم واک لاندې راځي او وزارت په پوره جدیت سره د دغو شکایتونو اورېدلو، ارزونې او حل ته ژمن دی.
یاد وزارت تاسو ته ډاډ درکوي چې که تاسو مستند او د شواهدو پر بنسټ شکایت لرئ، نو ستاسو غږ به واورېدل شي، ستونزو ته به مو رسېدنه وشي او د حق او عدالت سره به سمه پرېکړه شي.
مهم ټکي:
شکایت باید مستند، دقیق او د شواهدو پر بنسټ وي.
هیڅ ډول ګواښ، فشار یا اندېښنه مه لرئ؛
د عالیقدر زعیم شیخ صاحب حفظه الله امر دا دی چې د ولس ستونزو ته باید جدي پام وشي، د هغوی غږ واورېدل شي، د شفقت او انصاف چلند ورسره وشي او د حق لاره ورته برابره شي.
یوه مهمه یادونه:
هیله ده چې درانه هېوادوال خپل شکایتونه د یاد وزارت د صلاحیت په چوکاټ کې وړاندې کړي. هغه شکایتونه چې زموږ له قانوني دایرې څخه بهر وي، باید اړونده مراجعو ته وسپارل شي، ترڅو نه موږ بې ځایه بوخت شو او نه تاسو له ستونزو سره مخ شئ.
ستاسو د ډاډ لپاره باید ووایم چې یاد وزارت تر دامهاله د زرګونو هېوادوالو شکایتونه اوریدلې، حل کړي او دوۍ ته یې خپل حقوقو ورکړي، تاسو کولئ شئ د لا ډېرو معلوماتو لپاره د یاد وزارت ویب پاڼه، ایکس او فیسبوک تعقیب کړئ،
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند