زابل کې د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن له شپږ کلن کورني ظلم څخه وژغورل شوه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۴۹
tamyn_hqwq_znan_dr_zabl.jpeg

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  په ارغنداب ولسوالۍ کې د خپلو کړنو پر مهال یوه مېرمن، چې له تېرو شپږ کلنو راهیسې د خسرګنۍ له لوري له ناوړه چلند او کورني تاوتریخوالي سره مخ وه وژغورله او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

مسؤلین وایي: یاده مېرمن، چې د خپلې خسرګنۍ له لوري له اوږدې راهیسې له رواني او فزیکي ظلم سره مخ وه، د محتسبینو په هڅو وژغورل شوه.

دغه راز محتسبینو د نوموړې مېرمنې له خاوند او د خسرګنۍ له غړو وغوښتل، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي او د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډک چلند له کولو څخه لاس واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د دې ولایت محتسبینو تر دې وړاندې هم د مېرمنو د حقونو اړوند سلګونه قضیې حل کړې دي او په دې تړاو یې له ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۹:۲۴
Background image

محتسبینو په غزني او روزګان ولایتونو کې اووه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني او روزګان ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا د یادو ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې اووه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۹:۱۹
Background image

پکتیکا کې د ددو مېرمنو په ګډون یوه شپږ کلنه ماشومه په بدو کې له ورکړې وژغورل شوه

د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په زېړوک، ارګون او وازیخوا ولسوالیو کې د دوو مېرمنو په ګډون یوه شپږ کلنه ماشومه، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۴۹
Background image

زابل کې د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن له شپږ کلن کورني ظلم څخه وژغورل شوه

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  په ارغنداب ولسوالۍ کې د خپلو کړنو پر مهال یوه مېرمن، چې له تېرو شپږ کلنو راهیسې د خسرګنۍ له لوري له ناوړه. . .

BACK TO NEWS