شیخ عزیز الرحمن المهاجر: ولس سره نېک چلند ترسره کړئ، غوښتنې او شکایتونه یې واورئ او پر وخت ورته رسېدنه وکړئ

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۳۷
hrat-_ryys_amrbalmrwf_my_gwyd_ba_mrdm_rftar_nyk_knyd.jpg

 د هرات ولایت د امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس شیخ عزیز الرحمن المهاجر د هرات ولایت درې ولسوالیو پشتون زرغون، اوبه او چشت شریف ته رسمي سفر وکړ.

دغه سفر د ولسي ستونزو اورېدو، د محلي ادارو د فعالیتونو ارزونې، د ولس او امارت ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، او د دیني او ټولنیزو چارو په برخه کې د لازمو لارښوونو په موخه ترسره شو.

شیخ المهاجر په پشتون زرغون او اوبه ولسوالیو کې له ملکي او نظامي مسئولینو سره جلا جلا ناستې وکړې او د خلکو شکایتونه او غوښتنې یې له نږدې واورېدې.

همدا راز ښاغلي المهاجر دیاد ولایت د چشت شریف ولسوالۍ له علماوو، قومي مشرانو، متنفذینو او د محلي ادارو له استازو سره وکتل چې په لړ کې یې د یادې ولسوالۍ خلکو خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې مستقیم له ښاغلي المهاجر سره شریکې کړې.

په ياد سفر کې ښاغلي المهاجر له ټولو مسؤلینو وغوښتل چې له ولس سره نېک چلند ترسره کړئ غوښتنې او شکایتونه یې واورئ او په وخت ورته رسېدنه وکړئ.

د یادولو ده چې تر دې مخکې هم ښاغلي المهاجر د یاد ولایت ټولو ولسوالیو ته سفرونه کړي او د خلکو ستونزو او شکایتونو ته یې له نېږدې رسېدنه کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۰:۴۲
Background image

نورستان کې محتسبینو اوږد مهاله دښمني پر دوستۍ بدله کړه

 د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې، د ځینو امارتي ادارو، دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د حقوقي مسائلو پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۰
Background image

میدان وردګ ولایت کې محتسبینو یوه مېرمن له شپږ میاشتني کورني تاوتریخوالي څخه وژغورله

د میدان وردګ ولایت اړوند د جلرېز ولسوالۍ محتسبینو د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب یوه مظلومه مېرمن له شپږ میاشتني کورني تاوتریخوالي څخه وژغوله.

د محتسبینو په وینا:. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۴:۵۳
Background image

کاپيسا کې یوې اوږدمهالې دښمنۍ ته د پای ټکی کیښودل شو

د کاپیسا ولایت د محتسبینو په هڅو او د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ د قتل په سر راپورته شوې دښمني په دوستۍ بدله شوه.

محتسبین وایي چې یاده دښمني هغه وخت. . .

BACK TO NEWS