کاپيسا کې یوې اوږدمهالې دښمنۍ ته د پای ټکی کیښودل شو

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۴:۵۳
kapysa-_hl_akhtlafat_.jpg

د کاپیسا ولایت د محتسبینو په هڅو او د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ د قتل په سر راپورته شوې دښمني په دوستۍ بدله شوه.

محتسبین وایي چې یاده دښمني هغه وخت راپورته شوه چې کلونه مخکې یو ځوان په ایران کې ووژل شوو چې وروسته له هغې د دواړو کورنیو ترمنځ دښمني پيدا شوه او دواړو لوریو غوښتل چې یو بل ته زیان ورسوي.

محتسبین زیاتوي چې د یاد ولایت د علماوو د شورا، قومي مخورو او د امارت د لوړ پوړو چارواکو  په مرسته او منځګړیتوب یې یادې دښمنۍ ته د پای ټګی کېښود.

دغه راز د یاد ولایت علماوو او نورو  لوړ رتبه چارواکو هم د دښمنۍ په بدو پایلو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دښمني زمونږ نسلونه ختموي او د ژوند سکون مو اخلي او سوله او بخشش کې ژوند دی او الله(جل جلاله)  او د هغه پيغمبر(صلي الله علیه وسلم) پرې خوشحاله کېږي.

د محتسبینو او نورو علماوو، او امارتي چارواکو د خبرو او کوششونو په پایله کې د دواړو کورنیو تر منځ جوړه وشوه او ژمنه يې وکړه چې نور به یو بل ته ستونزې نه جوړوي او د دښمنۍ په ځای په دوستي پالي. 

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د روان ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې په اوږدو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې شاو خوا  ۱۰۰ قومي شخړې او دښمنۍ حل او په دوستي بدلې کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS