د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي؛ داسلامي نړۍ د علماوو د اتحادیې له عمومي منشي سره د یاد وزارت په مقر کې ولیدل.

org_admin
Sun, Dec 03 2023 3:38 PM
شیخ علي محی الدین علی القره داغي د اسلامي نړۍ د علماوو داتحادیې عمومي منشي د مل پلاوي؛ شیخ محمد الحسن الددو دعلماوو د تشکیلاتو د مرکز رئیس، شیخ محمد الصغیر عبدالرحیم د انصارو د نړیوالې اتحادیې رئیس، شیخ دکتور عبدالحی د انصارو د نړیوالې اکاډمۍ رئیس، شیخ دکتور نواف تکروري ( عمر ارسلان) د فلسطین هېواد د علماوو د اتحادیې رئیس، محمد سالم عبدالله الیافعي د قطر هېواد د مسلمانانو د اتحادیې رئیس، شیخ الکرار الیعقوبي، دکتور ماهر سالم، محترم سالم ماهر رباح او محترم رضوان ماهر سالم رباح په ملتيا، په ( ١٨ / ٥ / ١٤٤٥)هـ.ق نېټه ماسپښین مهال د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي سره ولیدل او په اړوندو موضوعاتو یې سره خبرې اترې وکړې. د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل؛ د اسلامي امارت له بریا او فتحې وروسته یې په خپلو فعالیتونو پیل وکړ چې تر اوسه یې د معروفاتو د اقامې، منکراتو ازالې او د خلکو شکایتونو ته د رسېدو په برخه کې ګڼ شمېر د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي. د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر زیاته کړه، یاد وزارت د فرائضو، واجباتو، سنتونو او مستحباتو درجو ته په پاملرنې سره خپل ټول اړوند فعالیتونه پرته له کوم افراط او تفریط څخه پر مخ وړي، شیخ خالد الحنفی وویل؛ د اشغال پر مهال په افغانستان کې دمنکراتو ګراف خپلې لوړې کچې ته رسېدلی و چې د اسلامي امارت په راتګ او د دې وزارت د منسوبینو په حکیمانه فعالیتونو سره په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول شوې. هغه زیاته کړه؛ د ځینو ځانګړو کړیو د تبلیغاتو پر خلاف، د دې وزارت د منسوبینو د فعالیتونه په مختلفو برخو کې د کاري ودې سبب شوی دی چې له هغو د ودونو د تالارونو د ډېرښت څخه یادونه کولای شو چې اوسمهال د اسلامي شریعت د اصولو په بشپړ ډول رعایتولو سره خپل فعالیتونه ترسره کوي. د امربالعروف وزارت سرپرست وزیر په اسلامي نظام کې د امر بالمعروف د ارزښت په هکله وایي؛ اسلامي نظام د امر بالمعروف او نهې عن المنکر څخه پرته بشپړېدای نشي، د افغانستان د خلکو د جهاد له مهمو موخو څخه د پردي اشغال خاتمه او د اسلامي نظام قائمول وو چې لله الحمد اوس یادو لویو موخو ته رسېدلي دي. شیخ محمد خالد الحنفي د دي وزارت د کاري ساحې په هکله وویل: د امر بالمعروف وزارت د ( ۸۰۰۰ ) تنو څخه د زیات تشکیل په لرلو سره په درې بنسټیزو برخو ( ملکي او نظامی برخو امر بالمعروف او شکایتونو اورېدلو) کې کړنې ترسره کوي چې له نېکه مرغه په ټولو یادو برخو کې ښې لاسته راوړنې له ځانه سره لري. د نمونې په ډول یې د خلکو ( ۱۵۰۰۰ ) زره شکایتونو حل کېدو ته په اشارې سره زیاته کړه؛ ځینې له دې قضیو څخه داسې وو چې له ( ۱۹ ) کلونو ځنډ وروسته ورته ددې وزارت د شکایتونو اورېدلو څانګې لخوا په عادلانه توګه رسېدنه شوې. دغه راز د اسلامي نړۍ شیوخ او علماوو د امر بالمعروف وزارت له اصلاحي کړنو څخه په ستاینې سره وویل؛ مونږ د افغانستان د اسلامي امارت څخه له روح او زړه نه ملاتړ کوو. د ذکر شوي پلاوي مشر په اسلامي نظام کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ارزښت ته په اشارې سره یاده چاره ارزښتمنه وبلله او ددې وزارت منسوبینو ته په وینا کې وویل چې ستاسو کړنې د نورې اسلامي نړۍ لپاره ښه نمونه ګڼل کېږي او د افغانستان څخه د ليدنې په ترڅ کې مونږ پوه شو چې تاسې په سمې لارې روان یاست. په دې کتنه کې د اسلامي نړۍ علماوو د مسلمانانو ترمنځ په خپل منځي همکارۍ باندې ټینګار کولو سره څرګنده کړه چې که د فلسطین ولس د یو اسلامي نظام په جوړښت باندې وتوانېږي د اسلامي امارت تجربې له هغوی سره د نظام په جوړولو ګټمن تمامېدای شي. دوی همدارنګه د هغو مهاجرینو ستونزو ته په اشارې سره چې په دې وروستیو کې خپل هېواد ته را ستانه شوي دي وویل: یادو مهاجرینو سره یې د مرستې لپاره دوه د لومړنیو توکو محمولې راوړي چې پر هغوی به یې وویشي. په پای کې؛ د امر بالمعروف سرپرست وزیر د اسلامي نړۍ د علماوو سره په لا زیاتو کتنو باندې د ټینګار ترڅنګ د اسلامي امت دبریالیتوب او په ځانکړې توګه یې د فلسطین خلکو د بریا لپاره دعا وکړه.

Latest news

Tue, Sep 15 2026 2:20 PM
Background image

Officials of the Ministry Resolve 29 Disputes in Seven Provinces

Over the past three days, as part of their ongoing activities, officials (Muhtasibs) with the mediation of religious scholars and tribal elders, have resolved 29 disputes between. . .

Mon, Sep 14 2026 10:05 AM
Background image

Officials in Seven Provinces Encouraged and Raised Public Awareness on Observing the Islamic Hijab and Refraining from Listening to Music

Officals (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Kapisa, Nuristan, Sar-e-Pul, Takhar, Uruzgan,. . .

Mon, Sep 14 2026 9:52 AM
Background image

Monitoring of Commercial Centers by the Ministry officials and the Holding of Reformative Meetings with Shopkeepers and Traders in Three Provinces

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Kunduz, Baghlan, and Takhar, as part of. . .

BACK TO NEWS