ننګرهار کې محتسبینو(۵۰۶۰) کیلو ګرامه تاریخ تېر خوارکي توکي له منځه وړي دي

ننګرهار کې محتسبینو د ځایي مسؤولینو په همغږۍ د مرکز جلال آباد او ولسوالیو په بازارونو کې د تاریخ تېرو خوارکي او غیر خوارکي توکو د له منځه وړلو په موخه له بازارونو څخه(۵۰۶۰)کیلو ګرامه تاریخ تېر خوارکي توکي،(۱۲۳۰)لېتره تاریخ تېر مشروبات او ( ۲۴۰۱) عدده تاریخ تېر درمل راټول کړي دي .