محتسبین: د مېرمنو د حقونو ورکړه او ساتنه راته لومړیتوب لري 

fazli_admin
Thu, Apr 17 2025 10:00 AM
knr.jpg

د کونړ ولايت د غازي اباد ولسوالۍ محتسبینو، د دې ولسوالۍ په څوکۍ کلي کې یوه پېغله چې پلار یې وفات شوی و او ورور یې غوښتل چې یوه کس ته یې د هغې له خوښې پرته په نکاح ور کړي، د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

په دې پار جوړې شوې ولسي ناستې ته د یادې ولسوالۍ محتسبینو په خبرو کې وویل، د اسلام د مبارک دین له مخې په نکاح کې د مېرمنو خوښه د هغوی شرعي حق دی، هیڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخليږ چې په وینا یې ( د الهي قوانینو په رڼا کې د هېواد د ټولو وګړو په ځانګړي ډول د مېرمنو د ټولو حقونو ورکړه او ساتنه ورته لومړیتوب لري).

د ا په داسې حال کې ده، چې په تېر یوه کال کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ټولو ولایتونو کې زرګونه مېرمنې له اجباري نکاح، کورني تاوتریخوالي، زور زیاتي، کورني بند خونو او نورو ورته ناوړه  پېښو څخه ژغورلې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS