هلمند کې یوه مظلومه مېرمن او درې یتیمان له تاوتریخوالي وژغورل شول       

fazli_admin
Thu, Apr 17 2025 11:44 AM
hlmnd_ywh_mzlwm_myrmn_wzhghrl_shwh.jpg

 د هلمند ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبین وایي: یوه مظلومه مېرمن چې له اوږدې مودې راهیسې د خپل خاوند له لوري له فزیکي، رواني او روحي تاوتریخوالي سره مخ وه او پر بدن یې د زورونې آثار څرګند وو، ژغورلې ده.

د محتسبینو په وینا د یادې مېرمنې خاوند ته یې د مېرمنو شرعي حقونه بیان کړي او ژمنه یې ترې اخیستې چې له خپلې کورنۍ سره به په شفقت، عدالت او درناوي چلند کوي.

بل‌خوا د یاد ریاست محتسبینو درې یتیم ماشومان چې د خپلې میرې له لوري په فزیکي او رواني ډول زورول کېدل او حتی د ماشومانو نوکان وېستل شوي وو، وژغورل شول او د ماشومانو میرې ته د یتیم پالنې د فضیلتونو او د ظلم پایلو په اړه د‌ معلوماتو ورکولو ترڅنګ ترې ژمنه واخیستل شوه، چې له دې وروسته له ظلم او زیاتي لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د محتسبینو ورته کړنې د ولسونو له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS