ځایي اوسېدونکي: د محتسبینو په هڅو په بازارونو کې نرخونه کنټرول، د سود او احتکار مخه نیول شوې ده

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي موادو له منځه وړلو په موخه بغلان کې جوړې شوې کمېتې د یاد ولایت مرکز پلخمري ښار کې (۱۰) ټنه تاریخ تېر خوارکي توکي له منځه یو وړل.
په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي، تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نه یوازي روغتیا ته زیان رسوي، بلکي د اسلامي شریعت له نظره یې پلورل ناروا عمل دی.
دغه راز ځایي اوسېدونکي د نورو اصلاحي کړنو ترڅنګ د محتسبینو دغه کړنې ستایي او له مسؤولینو غواړي چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه په تمامه معنی ونیسي او د وزارت د شوو سپارښتنو د تطبیق په موخه جدي کړنې تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې ورته اصلاحي کړنې تر سره کوي، چې ور سره په ټولنه کې د زیاتو منکراتو مخه نیول شوې ده.