خوست کې محتسبینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناسته تر سره کړه 

fazli_admin
Tue, Apr 29 2025 9:23 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د خوست ولایت محتسبینو په دې ولایت کې د یو شمېر رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ په موخه په جوړه شوې ناسته کې وویل، د عامه ذهنیت جوړونه، د ټولنې اصلاح او د دیني ارزښتونو ساتنه زموږ او ستاسې ګډ مسؤولیت دی، چې باید تر سره یې کړو.
ناستې ته د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس شیخ شریف الدین نقره کار په ټولنه کې د رسنیو اهمیت ته په اشارې وویل، رسنۍ په ټولنه کې د منبر او محراب حیثیت لري، ولسونه هغه څه مني او تکراروي چې د رسنیو له لوري تر هغوی پوري رسول کېږي نو په همدې اساس رسنۍ باید د ټولنې د اصلاح په برخه کې کار وکړي او د هغه څه له خپرولو ډډه وکړي چې له اسلامي اصولو سره په ټکر او د پردي کلتور د خپرولو هڅه پکې شوې وي.
دغه راز د رسنیو مسؤولینو په دې ولایت کې له رسنیو سره د محتسبینو همکاري وستایله او له اسلامي ارزښتونو دفاع او ساتنه یې خپل لومړیتوب یاد کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې ولایت کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو پر اساس، د بېلا بېلو برخو له مسؤولینو سره اصلاحي ناستې تر سره کوي چې ور سره په ټولنه کې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

Latest news

Sat, Sep 05 2026 3:38 PM
Background image

Ten people were arrested in five provinces on charges of engaging in witchcraft

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing the Complaints of IEA, have identified and arrested 10 individuals in the provinces of. . .

BACK TO NEWS