پلازمېنه کابل او کونړ ولایتونو کې دوه مېرمنې له اجباري نکاح څخه وژغورل شوې

fazli_admin
Thu, May 15 2025 1:02 PM
kabl_aw_kwnr_k_dwh_mrmn_lh_jbr_nkah_wzhghwrl_shw_.jpg

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پلازمېنې کابل او کونړ ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا دوه مېرمنې له اجباري نکاح څخه وژغورلې.

یادې مېرمنې چې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ورکول کېدلې وروسته له هغه یې مخه ونیول شوه، چې نوموړې مېرمنې د یادو ولایتونو اړوند د امربالمعروف ریاستونو ته د قضیو د حل په موخه عارضې شوې.

بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د محتسبینو له لوري د معروفاتو د اقامې،  منکراتو د مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په موخه کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو اړوند کورني تاوتریخوالي، مهر، میراث او د خاوند له لوري د نفقې نه ورکړې سل ګونه له تاوتریخوالي ډکو پېښو مخه نیولې او په دې پار به یې کړنې لا هم دوام ولري.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS