خوست کې محتسبینو (۱۹) کلن خپلمنځي اختلافات حل او شته د ښمنۍ پر دوستۍ بدلې کړې

fazli_admin
Mon, May 19 2025 3:48 PM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د خوست ولایت محتسبینو د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو قومونو تر منځ (۱۹) کلن خپلمنځي اختلافات چې د ګڼ شمېر ستونزو، ناخوالو او د دواړو قومنو ترمنځ د اړیکو پرې کېدو لامل شوي وه حل او شته د ښمنۍ یې پر دوستۍ بدلې کړې.

په دې پار جوړې شوې ولسي ناستې ته محتسبینو په خبرو کې وویل: الله جل جلاله موږ ته په قران کریم کې ویلي چې مؤمنان د یو وجود حیثیت لري چې دوی باید پخپلو منځونو کې یو بل له بدیو منع کړي او د نېکیو لور ته یې را وبولي چې همدا د اسلام د مقدس دین غوښتنه ده. د هغوی په وینا (خپل منځي شخړې ټولنه د بې اتفاقۍ لور ته ټېل وهي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او په ټولنه کې د نورو ستونزو د را منځته کېدو سبب کېږي).

محتسبینو دغه راز د سیمې پر خلکو غږ وکړ چې د اسلامي اصولو په رڼا کې ژوند وکړي او په ټولنه کې دې ټولې ستونزې د خبرو او جرګو له لارې حل کړي.

 ورته مهال ځایي اوسېدونکو د امر بالمعروف وزارت د محتسبینو اصلاحي  کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې مسؤلین، قومي مخور او متنفذین  باید د خلکو ترمنځ د شته ستونزو د‌ هواري لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS