د امربالمعروف وزارت له لوري د پلازمېنې کابل د سلمانیو اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته وشوه

fazli_admin
Mon, May 26 2025 2:22 PM

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال شیخ نور محمد حقاني، د دعوت او ارشاد د عمومي رئیس، د کابل ولایت د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ښاري ریاست رئیس او د دوه ویشت امنیتي حوزو د محتسبینو د امرینو په شتون کې، د دې وزارت د غونډو په تالار کې د پلازمېنې کابل د سلمانیو اتحادیې له مسؤلینو او غړو سره د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي او په دې برخه کې د وزارت له لوري د شویو سپارښتنو د پلي کولو په موخه ناسته وکړه.

د امر بالمعروف وزارت مسلکي مرستیال شیخ نور محمد حقاني د ناستې پیلیزه وینا کې وویل: په ټولنه کې امربالمعروف، نهې عن المنکر د یوې خاصې ډلې مسؤلیت نه دی، بلکي هر مؤمن مسلمان مکلف دی چې د معروفاتو اقامه وکړي او د منکراتو مخه ونیسي.

دغه راز شیخ حقاني د سلمانیو مسؤلینو ته په خطاب کې وویل چې قزع (د نیم سر خرېیل او نیم پرېښودل) د دې ترڅنګ چې د نبوي احادیثو خلاف او غیر شرعي کړنه ده، یو پردی کلتور دی چې مخنیوی یې زموږ او ستاسې دیني مسؤلیت دی.

ورپسې د دعوت او ارشاد لوی رئیس قاري شریف الله حقاني هم د وېښتانو پر غربي طریقه د جوړلو پر مخنیوي ټینګار وکړ او د سلمانیو اتحادیې له غړو یې وغوښتل چې په ټولنه کې د شته منکراتو مخنیوي او د معروفاتو اقامه کې له یاد وزارت سره همکاري وکړي.

همداراز د کابل ولایت د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ښاري رئیس مولوي معلم جان هم د منکراتو کې مخنیوي کې په ګډه همکاري ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د ټولو مسلمانانو ګډه دیني وجيبه ده او د یادې چارې لاښه ترسراوي کې بشپړې همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا ده.

هېره دې نه وي چې د ناستې په پای کې د سلمانیو اتحادیې غړو خپل نظرونه او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل او ډاډ یې څرګند کړ چې د وزارت له لوري شوې سپارښتنې به بشپړه توګه پلې کوي او د هغو ټولو کړنو له ترسره کولو به ډډه وکړي چې د الهي قوانینو، نبوي احادیثو او د وزارت له سپارښتنو سره په ټکر کې دي.

 

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS