محتسبینو په غزني او کنړ ولایتونو کې (۳) مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورلې 

fazli_admin
Sun, Jun 01 2025 9:46 AM
wlayt_knr.jpg

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کنړ ولایت محتسبینو د ټولنې اصلاح او د مېرمنو حقونو خوندیتوب ته په ژمنتیا دوه مېرمنې له ( ۴ ) کلن کورني  تاوتريخوالي وژغورلې.
د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست د مسؤولینو په وینا، یادې مېرمنې چې د خسرګنۍ دغړو له لوري له فزیکي او رواني زورونې سره مخ وې، د محتسبینو له لوري وژغورل شوې او د کورنۍ غړو ته یې د مېرمنو د حقونو په تړاو بشپړ معلومات ورکړل او له هغوی یې ژمنه واخیسته تر څو په راتلونکي کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډک چلند له کولو څخه ډډه وکړي.
 محتسبین زیاتوي: د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی، د هغوی د حقونو لکه میراث، مهر، د خاوند له لوري د نفقې نه ورکړه او له هغوی سره هر ډول ناوړه چلند تر سره کول د اسلام په مبارک دین کې ناروا بلل شوي دي، هېڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د مېرمنو شرعي حقونه تر پښو لاندې کړي. 
ورته مهال د غزني ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په یوه بل اقدام کې په ګیرو ولسوالۍ کې هم یوه مېرمن چې له کورني تاوتریخوالي، فزیکي او رواني زورونې سره مخ وه وژغورله او له خپلو شرعي حقونو څخه یې برخمنه کړه.
 دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د نوي کال له پیل سره د هېواد په ټولو ولایتونو کې سل ګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS