د امربالمعروف وزارت له لوري د تېلو پمپونو اتحادیې له غړو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه

fazli_admin
Sat, Jun 21 2025 4:07 PM
bnr_4.jpg

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د پلازمېنې کابل ښار  د تېلو پمپونو اتحادیې له مسؤلینو سره په پمپونو کې د مساجدو جوړولو، په وړ قېمت د تېلو پلورلو او په دې برخه کې د وزارت له لوري د شویو سپارښتنو د پلي کولو او یاده برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه د دې وزارت د غونډو په تالار کې ناسته تر سره کړه.

 

 د ناستې ګډون والو ته د امربالمعروف وزارت نظامي مرستیال شیخ سعید احمد شهیدخېل د ښه راغلاست تر څنګ وویل، رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته له هجرت وروسته په هغه ځای کې د مسجد بنسټ کېښود تر څو خلک د الله جل جلاله عبادت وکړي او ورځنۍ کړنې له الهي قوانینو سره سمې تر سره کړي، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د تېلو په پمپونو کې مسجدونه جوړ شي.

شیخ صاحب شهید خېل د دې اتحادیې غړو ته په خبرو کې وویل: د تېلو پمپونو مسؤلین باید د تېلو په لوړه بیه له خرڅولو، د تېلو لېتر کې له کم والي او په دې برخه کې له انحصارولو څخه ډډه وکړي تر څو په سوداګریزه برخه کې الهي قوانین تطبیق او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

دغه راز د ناستې په پای کې د تېلو پمپونو اتحادیې غړو د امربالمعروف وزارت له لوري شوې سپارښتنې پلي کول خپل الهي او هېوادنی مسؤلیت یاد کړ او د داسې ناستو جوړول یې د اسلامي نظام او سوداګرو ترمنځ د همغږۍ غوره لار وبلله او زیاته یې کړه چې د وزارت له لوري شوې سپارښتنې به په پوره توګه پلې کوي.

Latest news

Sat, Sep 05 2026 3:38 PM
Background image

Ten people were arrested in five provinces on charges of engaging in witchcraft

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing the Complaints of IEA, have identified and arrested 10 individuals in the provinces of. . .

BACK TO NEWS