خوست کې د محتسبینو په هڅو اوږد مهاله دښمني پر دوستۍ بدله شوه

fazli_admin
Wed, Jun 25 2025 11:19 AM
khwst_-_hl_akhtlafat-pshtw.jpg

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د خوست ولایت محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې، د سیمې د قومي مخورو په هڅو د دوو کورنیو تر منځ د حقوقي مسائلو پر سر راپورته شوې دښمني  پر دوستۍ بدله کړه.

په دې پار جوړه شوې ولسي ناسته کې محتسبینو د دې جوړې او د اسلام په مبارک دین کې  د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې.

دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او د پېښې ښکېلو اړخونو په خبرو کې پر دې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د روان کال په جوزا میاشت کې د هېواد په کچه د (۷۱) بېلا بېلو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې ده.

Latest news

Sat, Sep 05 2026 3:38 PM
Background image

Ten people were arrested in five provinces on charges of engaging in witchcraft

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing the Complaints of IEA, have identified and arrested 10 individuals in the provinces of. . .

BACK TO NEWS