کاپیسا کې د هغو کسانو مخه ونیول شوه چې د تفریح پر مهال یې خلکو ته اذیت پېښاوه

fazli_admin
Mon, Jul 14 2025 3:07 PM
adhyt_mrdm_dr_park_jlwgyry_shd_kapysa.jpg

د کاپیسا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په برخه کې د خپلو هڅو په‌ دوام د صیادو بازار او تفریحي سیمو د څار پر مهال د هغو کسانو مخنیوی کړی، چې په یوه عامه سیمه کې یې د لامبلو پر مهال خلکو ته مزاحمت پېښاوه.

د محتسبینو په وینا هغوی ته سپارښتنه وشوه چې د ټولنیزو او اخلاقي ارزښتونو درناوی وکړي او له داسې کړنو ډډه وکړي چې خلکو ته اذیت پېښوي.

نوموړي ټینګار کوي چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې اسلامي او ټولنیز ارزښتونه تر پښو لاندې کړي.

هغوی همداراز له ولسونو غواړي چې د تفریح او سياحت پر مهال اسلامي او اخلاقي حدود رعايت کړي او د ټولنې وګړو ته د اذیت له پرېښولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه وخت ناوخت تفریح ځایونو ته ځي او ډېر ځله یې د داسې پېښو مخنیوی ترسره کړی دی.

Latest news

Mon, Jun 22 2026 2:48 PM
Background image

Resolution of Eight Disputes and Feuds in the Provinces of Kunar, Jawzjan, Bamyan, Nangarhar, and Kabul

As a result of the efforts of the personnel (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, eight cases of disputes and. . .

BACK TO NEWS