لوګر کې محتسبینو (۱۶) کلنه دښمني چې د قتل لامل شوې وه پر دوستۍ بدله کړه

fazli_admin
Wed, Jul 16 2025 9:41 AM
lwgr_-_hl_akhtlafat_pshtw.jpg

د لوګر ولایت د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د ټولنیز عدالت د تأمین، قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او یووالي په موخه په دې ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ (۱۶) کلنه دښمني حل او پر دوستۍ بدله کړه.

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یاده دښمني چې شاوخوا ۱۶ کاله وړاندې د دوو کورنیو ترمنځ د یو شمېر ستونزو له امله رامنځته شوې وه، چې د یوه کس د قتل ترڅنګ دواړه کورنیو خپلې واده کړې لوڼې په دغه موده کې په خپلو کورنو کېنولې وې، چې د محتسبینو له لوري دا دښمني حل او مېرمنې له  خپلو کورنیو سره بېرته یو ځای شوې.

دغه راز د یاد ولایت محتسبین زیاتوي، چې په تېرو  دوو اونیو کې د دې ولایت محتسبینو د مرکز په ګډون په ځینو ولسوالیو کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۱) قضیې حل کړي دي او مېرمنو ته خپل  شرعي حقوق سپارل شوي دي.

 د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د هېواد په کچه لس ګونه قومي او ژبني دښمنۍ حل کړې او سل ګونه مېرمنو ته یې خپل شرعي حقوق سپارلي دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS