محتسبین: هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي

fazli_admin
Sun, Jul 27 2025 2:57 PM
mydan_wrdk-_ajazh_pamal_hqwq_znan_dadh_nmyshwd.jpg

 د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ محتسبینو د سیمې د قومي مخورو په منځګړیتوب د ټولنې اصلاح او د مېرمنو د حقونو خوندیتوب ته په ژمنتیا یوه مظلومه مېرمن له ( ۴ ) کلن فزیکي او رواني تاوتريخوالي وژغورله.

محتسبینو د دې ولایت سیدآباد ولسوالۍ شنیز درې لوړې کې هغه مېرمن، چې د خسرګنۍ د غړو له لوري له تېرو څلورو کلونو راهیسې له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ وه، وژغورله او د خسرګنۍ له غړو څخه یې ژمنه واخیستل شوه، څو د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډکو پېښو څخه ډډه وکړي.

محتسبین ډاډ څرګندوي، چې د خویندو د شرعي حقونو خوندیتوب ته ژمن دي او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د دې وزارت له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د جوړ شوي قانون له مخې، د هېواد په کچه د مېرمنو اړوند سلګونه قضیې حل کړې او مېرمنې یې له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS