خوست کې د امر بالمعروف قوانینو  د تطبیق او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وشوه

fazli_admin
Tue, Jul 29 2025 9:36 AM
khwst-_nawrh_dwdnh_mkhnwy_.jpg

د خوست ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د دې ولایت د والي مولوي عبدالقیوم روحاني په مشرۍ او د ټولو نظامی او ملکي ادارو په ګډون د خوست ولایت مقام کې د امر بالمعروف وزارت د نوي قانون د لا ښه تنفیذ او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وشوه.

د ناستې د پیل په خبرو کې د دې ولایت والي مولوي عبدالقیوم روحاني د اسلامي نظام د قوانینو پر تطبیق، تنفیذ او اغېزمنتیا هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د اسلامي نظام د رامنځته کېدو او حاکمیت لپاره ملت لویې قربانۍ ورکړې دي لازمه ده، چې د همدې قربانیو او ارزښتونو د ساتنې لپاره د اسلامي شریعت قوانین په پوره اخلاص او ریښتینې معنی پلي شي.

دغه راز د ناستې ګډون والو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له‌ منځه وړلو او د عامه ذهنیت د سمون پر لارو چارو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل نظریات، وړاندیزونه او د همغږۍ طرحې وړاندې کړلې.

ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به ګډو هڅو ته دوام ورکوي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS