خوست کې د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن له ۱۴ کلونو وروسته له شرعي حقونو برخمنه شوه 

fazli_admin
Tue, Aug 05 2025 11:23 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د خوست ولایت محتسبینو په هڅو یوه مېرمن، چې له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وه له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

 د محتسبینو په وینا: یاده مېرمن چې له اوږدې مودې راهیسې د خپل خاوند له لوري د بې معنی غیرتونو او ناوړه دودنو پر اساس ځورول کېدله او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وه، د محتسبینو په هڅو د دې غیر شرعي عمل مخه ونیول شوه.

 محتسبین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ناسمو دودونو مخه به نیسي چې له امله یې  د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ دي.
 
د یادولو وړ ده، چې د دې وزارت محتسبینو د مېرمنو د نورو حقونو لکه میراث، ولور، نفقې او خپلې خوښې نکاح تر څنګ لسګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او کورنیو بندخونو څخه ژغورلې دي.

Latest news

Sat, Sep 05 2026 3:38 PM
Background image

Ten people were arrested in five provinces on charges of engaging in witchcraft

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing the Complaints of IEA, have identified and arrested 10 individuals in the provinces of. . .

BACK TO NEWS