پکتیا کې محتسبینو دوه تنه خطرناک کوډګر نیولي دي

fazli_admin
Thu, Aug 07 2025 8:57 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د پکتیا ولایت د امر بالمعروف ریاست محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي په موخه، دوه تنه هغه کوډګر نیولي، چې له اوږدې مودې راهیسي د ټولنیز نظم د اخلال، د کورنیو په منځ کې د شدیدو اختلافونو د رامنځته کېدو او دغه راز له عامو خلکو څخه د پیسو اخیستلو په بدل کې یې د سحر او جادو غیر شرعي کړنې تر سره کولې نیول شوي دي.

په دې تړاو د یاد ولایت د محتسبینو امر مولوي روح الله سعید وایي: د ساحوي همکارانو پر مټ یې هغه دوه تنه خطرناک کوډګر نیولي، چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له یو کس څخه ۵۰۰ ډالر او له بل کس څخه ۴۰۰۰ افغانۍ اخیستې وې، چې د کوډګرو له نیول کېدو وروسته پیسې بېرته خپلو مالکینو ته وسپارل شوې او کوډګر به د لا نورو څېړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو شتون د ټولنې اصلاح او سمون له پاره اساسي اړتیا بولي او له هغوی غواړي چې په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ د کوډګرو مخنیوي کې لا ګړندي ګامونه اوچت کړي، څو ټولنه له خرافاتو او شرکي عقایدو پاکه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کوډګرو پر کړنو له بندیز وروسته تر دې مهاله سلګونه کوډګر نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS