د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محترم وزیر د پکتیکا والي او مل پلاوي سره وکتل

fazli_admin
Thu, Aug 07 2025 1:35 PM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي په خپل دفتر کې د ولسي ستونزو اورېدلو او همغږۍ په موخه د پکتیکا ولایت له والي مولوي عبدالخالق عابد، د استخباراتو رئیس او امنیه قومندان مولوي محمد الله براء سره وکتل.

په ناسته کې د پکتیکا ولایت ملکي او امنیتي مسؤولینو د ناستې موخه همغږي او پکتیکا ولایت ستونزو شريکول یاد کړل او د خپل ولایت د خلکو ستونزې، وړاندیزونه او شکایتونه یې د وزارت مقام سره شریک کړل.

ورپسې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي په خپلو خبرو کې د ولسونو د ستونزو اورېدل خپل دیني او وظیفوي مسؤولیت وباله او زیاته یې کړه، چې د خلکو ستونزې اورېدل، د هغوی شکایتونو ته پر وخت رسېدنه او د معروفاتو اقامه د ټولو مسؤولینو کډه دیني وجيبه ده.

شیخ صاحب همداراز له هغوی وغوښتل چې له مراجعینو سره په چلند کې نرمۍ وکړي او  ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.

ښاغلي شیخ صاحب سپارښتنه وکړه چې مسؤولین باید ځان د ولسونو په غم او درد کې شریک وګڼي او د ټولنې په اصلاح او ټولنیزو ستونزو حل کې له محتسبینو سره همغږي او همکارۍ ته دوام ورکړي، څو ټولنه اصلاح او دیني ارزښتونه پیاوړی شي.

د ناستې په اوږدو کې دواړو لوریو د ستونزو لاښه حل په موخه د نظرونو تبادله وکړه او د وزارت مقام له لوري د ستونزو حل لپاره بشپړ ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS