محتسبینو په غزني، پکتیا، خوست، ننګرهار او بغلان ولایتونو کې (۹) مېرمنې له خپلو شرعي حقونو  څخه برخمنې کړې.

fazli_admin
Sun, Aug 10 2025 8:23 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني، پکتیا، خوست، ننګرهار او بغلان ولایتونو محتسبینو نهه هغه مېرمنې، چې د بېلا بېلو بې معنا او ناوړه دودونو په اساس ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې، د محتسبینو په هڅو له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

 د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې د بې معنی غیرتونو او ناوړه دودنو پر اساس ځورول کېدلې او له جدي کورني تاوتریخوالي، کورني بند خونو، غیر شرعي نکاح ګانو، نفقې نه ورکړې، طلاق او ورته نورو ستونزو او ننګونو سره مخ وې د محتسبینو له لوري وژغورل شوې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

 محتسبین زیاتوي، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د ساتنې اړوند د جوړ شوي قانون له مخې به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ناسمو دودونو مخه به نیسي چې له امله یې  د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ دي.

د یادولو وړ ده، چې د دې وزارت محتسبینو د مېرمنو د نورو حقونو لکه میراث، ولور، نفقې او خپلې خوښې نکاح تر څنګ لسګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او کورنیو بندخونو څخه ژغورلې دي.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS