محتسبینو په میدان وردګ کې یو کوډګر نیولی

fazli_admin
Wed, Aug 13 2025 9:42 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د میدان وردګ ولایت محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب، او ټولنیز فساد د مخنیوي په موخه په سید اباد ولسوالۍ کې یو تن ماهر کوډګر، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې یې غیر شرعي دمونه کول او له خلکو څخه یې پیسې اخیستې نیولی دی.
په تړاو یې د یاد ولایت محتسبین وایي، یاد کوډګر چې غیر شرعي کړنې یې تر سره کولې د محتسبینو له لوري نیول شوی او پر خپلو ناوړه کړنو له اعتراف وروسته د شرعي پرېکړې په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی ده.
بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو کړنې ستایي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ د کوډګرو مخنیوي کې لا ګړندي ګامونه اوچت کړي، څو ټولنه له شرکي عقایدو پاکه او د ټولنیز فساد مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کوډګرو پر کړنو له بندیز وروسته تر دې مهاله سلګونه کوډګر نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS