کونړ کې محتسبینو د مرکز په ګډون په اووه ولسوالیو کې د قانون د تطبیق په موخه ناستې وکړې 

fazli_admin
Sun, Aug 17 2025 9:12 AM
d_kwnr_mhtsbynw_bh_awwh_wlswaly_ky_nasth_kry

د کونړ ولايت د امر بالمعروف ریاست محتسبینو د مرکز په ګډون په(۷) ولسوالیو کې د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان ( د انساني قاچاق او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه) له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د امر بالمعروف وزارت د قانون د تطبیق په موخه ناستې وکړې.
محتسبینو له ځایي خلکو وغوښتل، چې په ودونو او نورو خوښیو کې د هر ډول ناوړه دودونو له کولو ډډه وکړي او خپلې ورځنۍ کړنې د شریعت د لارښوونو په اساس تر سره کړي ، څو د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا تر څنګ د خلکو ترمنځ د ورورولۍ او همغږۍ فضا نوره هم پیاوړې شي.
دغه راز محتسبینو پر دیني عالمانو غږ وکړ، چې د منبرونو له لارې خلکو ته د امر بالمعروف وزارت قانون بیان کړي تر څو په ټولنه کې د شته منکراتو مخه په ښه ډول ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په کچه د محتسبینو له لوري د قانون د تطبیق په موخه ناستې روانې دې، چې ور سره په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS