په خوست، غزني او ننګرهار ولایتونو کې د امر بالمعروف مسؤلینو(۷) مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه ژغورلې دي

fazli_admin
Mon, Sep 01 2025 2:07 PM
ph_khwst_aw_nngrhar_awwh_myrmn_wzhghwrl_shw.jpg

د خوست، غزني او ننګرهار ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د ساتنې په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې او د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا په یادو ولایتونو کې (۷) مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي، غیر شرعي نکاح ګانو او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

د یادو ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلین وایي: نوموړې مېرمنې چې ځینې یې له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او حقوق یې تر پښو لاندې شوي و، د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو وژغورل شوې.

مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنود حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او ټینګار کوي، چې هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی ده.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS