بغلان کې (۲۰۰) محتسبینو خپل یو ورځنی معاش کنړ کې زلزله ځپلو ته ځانګړی کړ

fazli_admin
Sun, Sep 07 2025 8:35 AM
kmk_mhtsbyn_bghlan_bh_asyb_zdgan_zlzlh.jpg

د بغلان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست (۲۰۰) تنو محتسبینو خپل یو ورځنی معاش د هېواد په کونړ ولایت کې له زلزله ځپلو سره د مرستې او اسلامي ورورولۍ په موخه ځانګړی کړ.

په دې تړاو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر وایي: له دې کاره یې موخه له زلزله ځپلو سره اسلامي همدردي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر شرعي مسؤلیت ادا کول دي.

بلخوا د یاد ولایت ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنه ستایي او زیاتوي چې داسې کړنې په ټولنه کې د اسلامي همکارۍ او له مسلمانانو سره د مرستې احساس ژوندی ساتي او ژمنه کوي، چې په ټولنه کې د ټولو منکراتو په مخنیوي او د معروفاتو په اقامه کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د کنړ او ننګر هار ولایتونو محتسبینو په کنړ ولایت کې له زلزله ځپلو سره د مرستې او خپل دیني مسؤلیت له مخې په زلزله کې زیات شمېر ژوبل شوي نارینه او ښځینه د ننګرهار مرکزي روغتون ته د درملنې په موخه انتقال کړي دي او د وزارت رهبرۍ له زلزله ځپلو سره د لا زیاتې همکارۍ ژمنه کړې ده.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS