په غزني، روزګان او ننګرهار ولایتونو کې د امر بالمعروف مسؤلینو څلور مېرمنې، چې له ناوړه چلند او ځورونې سره مخ وې وژغورلې

fazli_admin
Mon, Sep 08 2025 4:37 PM
njat_chhar_zn_dr_.jpg

د غزني، روزګان او ننګرهار ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو څلور تنه هغه مېرمنې له کورني ظلم او ځورونې څخه وژغورلې چې له څو کلونو راهیسې د خپلو خاوندانو او کورنیو له لوري له فزیکي ځورونې او ناوړه چلند سره مخ وې.

په دې تړاو مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې د خپلو خاوندانو او د خسرګنیو د غړو له لوري د ناوړه دودونو په اساس ځورول کېدلې او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو د پر وخت اقدام په پایله کې له یادو ظلمونو څخه وژغورل شوې.

ورته مهال د پکتیا ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا یوه مېرمن چې خاوند یې وفات شوی و او د کورنۍ غړو یې غوښتل چې د هغې له خوښې پرته یې یوه بل کس ته په نکاح کړي د دې ولایت د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري د دې ناوړه او غیر شرعي عمل مخه ونیول شوه.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه تېره اسد میاشت کې (۲۰) مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه ژغورلې دي.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS