محتسبینو د هېواد په جوزجان او سمنګان ولایتونو کې(۱۵) تنه رواني ناروغان افغاني سرې میاشتې ته د درملنې په موخه سپارلي دي

fazli_admin
Sat, Sep 13 2025 9:20 AM
jm_awry_bymaran_rwany-_jwzjan-_22snblh.jpg

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د جوزجان او سمنګان ولایتونو د امر بالمعروف ریاستونو مسؤلینو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د ځانګړي حکم له مخې د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کولو په موخه (۱۵) تنه رواني ناروغان راټول او د درملنې په موخه یې د افغاني سرې میاشتې ولایتي ریاستونو ته سپارلي دي.

 یاد کسان انساني کرامت ته د درناوي او د اسلامي همدردۍ په موخه د افغاني سرې میاشتې مرستندویه ادارې ته د درملنې په موخه ور پېژندل کېږي، چې یاده کړنه د اسلامي همدردۍ او د ټولنې د رواني او ټولنیزو  ستونزو د راکمولو په موخه ترسره شوې، تر څو یو سالم، با ثباته او د ژوند لپاره مناسب ټولنیز چاپېریال رامنځته شي.

د یادولو وړ ده، چې د کندز، غزني او بدخشان ولایتونو محتسبینو هم د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ(۳۸) تنه رواني ناروغان را ټول او  د یادو ولایتونو اړوند سرې میاشتې ریاستونو ته یې د درملنې په موخه ور پېژندلي دي او په دې پار به یې کړنې لا هم دوام ولري.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS