ننګرهار کې محتسبینو د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي تر څنګ تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه یو وړل

fazli_admin
Sat, Sep 13 2025 10:04 AM
nngrhar-_ahtkar_mwad_tarykh_tyr_shdh-22stblh.jpg

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ محتسبینو د نورو امارتي ادارو په ملتیا په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي او غیر خوارکي توکو څخه د څارنې پر مهال یو شمېر ټنه تاریخ تېر خوارکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبینو وویل: د تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکو خرڅلاو او په اجناسو کې تقلب د اسلام د مبارک دین له نظره ناروا عمل دی، چې مخنیوی یې زموږ لومړیتوب دی.

دغه راز ځایي اوسېدونکي هم د ټولنې د اصلاح په موخه د اصلاحي کړنو هر کلی کوي او ترڅنګ یې له محتسبینو غواړي چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه ونیسي او د وزارت له لوري په دې برخه کې د شوو سپارښتنو د تطبیق په موخه جدي څارنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې د وزارت د ځانګړو سپارښتنو او جوړو شویو کمېټو پر مټ په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار د مخنیوي په موخه کړنې تر سره کوي چې ور سره په یاده برخه کې د پام وړ تغیرات راغلي دي .

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS