غزني کې د محتسبینو په هڅو (۹) مېرمنو ته خپل شرعي حقوق سپارل شوي دي

fazli_admin
Mon, Sep 15 2025 8:58 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د غزني  ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تېره اونۍ د خپلو کړنو پر مهال د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د تأمین په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نهو مېرمنو بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې او هغوی ته یې خپل شرعي حقوق سپارلي دي.

د یاد ولایت محتسبین زیاتوي، چې تېره اونۍ یې د ۳۵روغتیایي مرکزونو، ۴۵ تعلیمي مرکزونو، ۴۵ واده تالارونو، ۱۸۸ سلمانیو او ۴۲ ورزشي او تفریحي ځایونو له مسؤلینو سره په اصلاحي ناستو کې د وزارت له لوري په یادو برخو کې ټاکل شوي قوانین اورولي او له هغوی یې غوښتي، چې خپلې کړنې د وزارت د اصولو پر اساس تر سره کړي.

دغه راز د یاد ولایت محتسبینو په ۱۰۲ بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې ځایي خلکو ته د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د (۱۷) مې ګڼې فرمان په اساس له هغوی غوښتي، چې د ودونو، حج، عمرې او نورو خوښیو پر مهال دې د ناوړه دودونو له کولو ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د دې ولایت محتسبینو تېره اونۍ په ۳۳بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې، د مېرمنو د حقونو، د اولاد روزنې، د والدینو احترام، نشه یي توکو د نه کارولو او نه قاچاق، سوداګریزې کړنې د اسلامي اصولو پر اساس تر سره کولو او په دې برخه کې له سود، احتکار او خیانت کولو څخه د ځان ساتنې پر موضوعاتو اصلاحي ناستې کړې دي.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS