کنړ کې د یوه پوخ عمر لرونکي کس ته د ودېدونکې کم عمره نجلۍ د ناخوښه نکاح مخه ونیول شوه 

fazli_admin
Sun, Sep 21 2025 9:27 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کنړ ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د هغې ځوانې نجلۍ د نا خوښه نکاح مخه ونیوله، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل چې یوه سپین ږیري کس ته یې د هغې له خوښې پرته په نکاح کړي.

یاده نجلۍ، چې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې د هغې له خوښې پرته یوه سپین ږیري کس  په نکاح ورکول کېده؛ وروسته له هغه یې مخه ونیول شوه، چې نوموړې نجلۍ د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست ته د قضیې د حل په موخه عارضه شوه.

بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث سلګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS