لغمان کې د محتسبینو په هڅو (۲۲) کلنه دښمني حل شوه

fazli_admin
Mon, Oct 06 2025 7:47 AM
hl_akhtlafat_lghman.jpg

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د لغمان ولایت محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې، د سیمې د قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د حقوقي مسائلو پر سر راپورته شوې(۲۲)کلنه دښمني حل او پر دوستۍ بدله کړه.

د محتسبینو له لوري د قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د روغې جوړې په پار جوړې شوې ناستې ته محتسبینو پخپلو خبرو کې وویل: قومي او ژبني دښمنۍ پالل له یوې خوا په هېواد کې راغلی امن ګواښي او له بل پلوه نوی نسل د بدیو دوام ته هڅوي، چې مخنیوی او پر وړاندې مبارزه یې زموږ او ستاسې ګډ مسؤلیت دی.

ورته مهال په دښمنۍ کې ښکېلو اړخونو، دیني عالمانو او قومي مخورو  د دې لوی ناورین پر مخنیوي خوښي وښوده او په ټولنه کې د محسبینو له لوري د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه، چې د ټولنې په معنوي رغښت کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د روان کال په سنبله میاشت کې د هېواد په کچه د (۳۴) بېلا بېلو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې ده.

Latest news

Wed, Sep 09 2026 9:57 AM
Background image

In Paktika, a 60-year-old dispute was resolved through the efforts of the Muhtasibs, and reconciliation was achieved between the parties involved

In Paktika Province, the officals (Muhtasibs) of the Directorate of Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, in accordance with their religious, moral, and. . .

Wed, Sep 09 2026 9:32 AM
Background image

Nearly 40 women were freed from domestic violence and family oppression in seven provinces.

Officials (Muhtasibs) of the Ministry of Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, through handling complaints and reformative efforts, rescued 37 women. . .

BACK TO NEWS