د غزني ولایت محتسبیو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخه ونیوله

fazli_admin
Mon, Oct 06 2025 7:53 AM
dr_ghzny_az_bddadn_jlwgyry_shd

د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په اندړو ولسوالۍ برکي کلي کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو د ناوړه پېښې مخه ونیوله.

په دې تړاو یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو وویل: یاده ځوانه نجلۍ چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د حقوقي مسائلو پر سر د را پورته شوې دښمنۍ د حل په موخه یې مقابل لوري ته په غیر شرعي ډول په نکاح کړي، چې د د ې ولایت د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

بلخوا ځایي اوسېدونکي دا پرېکړه د ټولنیز عدالت د تأمین، د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د جبري ودونو د مخنیوي غوره ګام بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث زرګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 3:21 PM
Background image

A total of 27 disputes and long-standing feuds were resolved in seven provinces

In line with strengthening Islamic unity, promoting social peace, and resolving conflicts and hostilities among ethnic groups and families, the personnel of the Ministry for the. . .

Wed, Jul 15 2026 9:49 AM
Background image

30 women were rescued from domestic abuse in the provinces of Zabul, Balkh, Sar-e Pol, Paktika, Baghlan, Takhar, Farah, and Ghor

Inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice in the provinces of Zabul, Balkh, Sar-e Pol, Paktika, Baghlan, Takhar, Farah, and Ghor have. . .

BACK TO NEWS