لوګر کې محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه.

fazli_admin
Tue, Oct 14 2025 10:23 AM
img-20251014-wa0003.jpg

 د لوګر ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د دې ولایت له دیني عالمانو او قومي مخورو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د امیر المؤمنین حفظه الله د فرامینو د تطبیق په موخه ناسته و کړه.
ناستې ته په خبرو کې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د علماوو رول د ټولنې د اصلاح، د شریعت د تطبیق، او قوانینو د تنفیذ په برخه کې حیاتي وباله او له دیني عالمانو یې وغوښتل، چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او عامه پوهاوي په برخه کې دې د جمعې د لمنځونو په خطبو او نورو دیني غونډو کې خبرې وکړي.
دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو د منکراتو د له منځه وړلو، د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي، او په ټولنه کې د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې خپلې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي ټولنې د سالمې ودې لپاره به په ګډه کار کوي.
د یادولو وړ ده، چې د ناستې ګډون والو په دې ولایت کې د محتسبینو کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د شرعي قوانینو په پلي کولو او د منکراتو په مخنیوي کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS