د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په ننګرهار ولایت کې د محتسبینو لپاره څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

fazli_admin
Tue, Oct 14 2025 12:50 PM
img-20251013-wa0010.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په ننګرهار ولایت کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له خلکو سره د غوره چلند کولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو څلور ورځني روزنیز سمینار پای ته ورسېد.
دا څلور ورځني روزنیز سمینار، چې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست د جیدو شیوخ کرامو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې پکې د قانون اورولو سر بېره د محتسبینو ظرفیت لوړونه، له خلکو سره غوره چلند او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.
دغه راز د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو له محتسبینو وغوښتل، چې په دعوتي برخه کې له زغم او حوصلې څخه کار واخلي او خپلې کړنې د وزارت له لوري د ټاکل شوې پالیسۍ په اساس تر سره کړي.
د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت  اړوند د محتسبینو د تعلیم او تریت ریاست مسؤلینو له لوري د هېواد په ټولو ولایتونو کې د محتسبینو د ظرفیت لوړونې او هغوی ته د نوي قانون د اورولو په موخه د اصلاحي او روزنیزو سمینارونو لړۍ به دوام ولري.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS