ننګرهار کې محتسبینو د یوې کم عمره نجلۍ د ناخوښه نکاح مخنیوی وکړ

fazli_admin
Sat, Oct 18 2025 5:19 PM
img-20251018-wa0006.jpg

د ننګر هار ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په نازیانو ولسوالۍ کې یوه کم عمره نجلۍ، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته یوه کس ته په نکاح کړي چې د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.
په تړاو یې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: دا غیر شرعي قضیه، چې د یادې کم عمره نجلۍ د کورنۍ غړو غوښتل چې د زیاتو په بيسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته په نکاح کړي، چې د دې ولایت د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري یې مخه ونیول شوه.
محتسبین زیاتوي، هیڅوک نه شي کولای ازاد انسان په پیسو واخلي او یا یې خرڅ کړي، د اسلامي امارت مسؤلین تل په دې لټه کې دي چې خلکو ته د ارام ژوند کولو زمینه برابره  کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث زرګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS