ارزګان کې د محتسبینو په هڅو یوه نجلۍ بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوه

fazli_admin
Mon, Oct 20 2025 9:39 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د ارزګان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت په مرکز تریتکوټ کې د امنیتي ارګانونو د ښځینه پولیسو په همکارۍ یوه ځوانه نجلۍ چې د یو ځوان له لوري تښتول شوې وه او په غیر شرعي توګه یې پخپل کور کې ساتله د محتسبینو په هڅو ازاده او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوه.

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یاده ځوانه نجلۍ چې د یو ځوان له لوري له خپل کور څخه تښتول شوې وه او په غیر شرعي توګه یې پخپل کور کې په پټه ساتله د محتسبینو له لوري د ښځینه پولیسو په همکارۍ بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوه او مجرم کس د نورو څېړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شو.

مسؤلین زیاتوي، چې یاده نجلۍ د هغې له خوښې پرته د کوډو او جادو په وسیله له خپل کور څخه را وتلې وه له نوموړي کس سره د کوډو او جادو ګڼ شمېر وسایل هم نیول شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګني او ډاډ څرګندوي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنکړي څو د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

Tue, Oct 20 2026 11:16 AM
Background image

Officials from the Military Affairs Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, visit the Air Brigade of the Ministry of Defense

Officials of the Military Deputy Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, as part of their ongoing monitoring and. . .

BACK TO NEWS