محتسبینو د هېواد په زابل او خوست ولایتونو کې(۲۲۲) تنه رواني ناروغان افغاني سرې میاشتې ته د درملنې په موخه سپارلي دي

fazli_admin
Wed, Oct 22 2025 9:45 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل او خوست ولایتونو د امر بالمعروف ریاستونو مسؤلینو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د ځانګړي حکم له مخې، د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کولو په موخه (۲۲۲) تنه رواني ناروغان راټول او د درملنې په موخه یې د افغاني سرې میاشتې ولایتي ریاستونو ته سپارلي دي.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین یاده کړنه د اسلامي مسؤليت له مخې د ټولنې د وګړو د رواني سلامتيا د تأمين او د زيان منونکو قشرونو د ستونزو د حل لپاره ترسره کوي، څو یو سالم، با ثباته او د ژوند لپاره مناسب ټولنیز چاپېریال رامنځته شي.

د یادولو وړ ده، چې د کندز، جوزجان، هرات، فاریاب، سمنګان، غزني، بلخ، نیمروز، کابل، کاپیسا، سرپل او بدخشان ولایتونو محتسبینو هم د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ(۲۰۶۳) تنه رواني ناروغان راټول او د یادو ولایتونو اړوند سرې میاشتې ریاستونو ته یې د درملنې په موخه ور پېژندلي دي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 3:21 PM
Background image

A total of 27 disputes and long-standing feuds were resolved in seven provinces

In line with strengthening Islamic unity, promoting social peace, and resolving conflicts and hostilities among ethnic groups and families, the personnel of the Ministry for the. . .

Wed, Jul 15 2026 9:49 AM
Background image

30 women were rescued from domestic abuse in the provinces of Zabul, Balkh, Sar-e Pol, Paktika, Baghlan, Takhar, Farah, and Ghor

Inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice in the provinces of Zabul, Balkh, Sar-e Pol, Paktika, Baghlan, Takhar, Farah, and Ghor have. . .

BACK TO NEWS