کونړ کې محتسبینو د(۶۰۰) ډالرو او (۲۴۰۰۰۰) زره افغانیو په بدل کې د غیر شرعي نکاح مخنیوی وکړ

fazli_admin
Sun, Oct 26 2025 11:09 AM
jlwgyry_az_nkah_ajbary_dr_kwnr.jpg

 د کونړ ولايت  د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د مېرمنو پر وړاندې د دتاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه په نورګل ولسوالۍ کې د هغې اتلس کلنې نجلۍ د غیر شرعي نکاح مخه ونیوله چې پلار یې غوښتل شپېته کلن کس ته یې د (۶۰۰) ډالرو او (۲۴۰۰۰۰) زره افغانیو په بدل کې د هغې له خوښې پرته په نکاح ورکړي.

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو وویل: د یادې اتلس کلنې نجلۍ پلار،  چې غوښتل یې خپله ځوانه لور د زیاتو پیسو په بدل کې د هغې له خوښې پرته په ننګرهار ولایت کې یوه (۶۰) کلن کس ته په غیر شرعي نکاح ورکړي چې د دې ولایت محتسبینو  یې مخنیوی وکړ.

محتسبین زیاتوي، هیڅوک نه شي کولای ازاد انسان په پیسو واخلي او یا یې خرڅ کړي، د اسلامي امارت مسؤلین تل په دې لټه کې دي چې خلکو ته د ارام ژوند کولو زمینه برابره  کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث زرګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 3:21 PM
Background image

A total of 27 disputes and long-standing feuds were resolved in seven provinces

In line with strengthening Islamic unity, promoting social peace, and resolving conflicts and hostilities among ethnic groups and families, the personnel of the Ministry for the. . .

Wed, Jul 15 2026 9:49 AM
Background image

30 women were rescued from domestic abuse in the provinces of Zabul, Balkh, Sar-e Pol, Paktika, Baghlan, Takhar, Farah, and Ghor

Inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice in the provinces of Zabul, Balkh, Sar-e Pol, Paktika, Baghlan, Takhar, Farah, and Ghor have. . .

BACK TO NEWS